يونسکو: افغان نجونو ته دې‌ له قيد‌ او شرط پرته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي

پنجره ورځپاڼه: یونیسکو يا د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان ويلي چې د افغان نجونو پر مخ دې له قيد او شرط پرته د زده‌کړو دروازې پرانيستل شي.

دغه سازمان په يوه پيغام کې چې د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې د را نږدې کېدو په پار یې خپور کړی ويلي، چې د افغان نجونو پر زده‌کړو محدوديتونه به د افغانستان د لويو لاسته راوړنو د نابودۍ لامل شي.

یونیسکو همداراز ويلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په ټول افغانستان ۱.۱ ميلیون نجونې په لوی لاس له زده‌کړو راګرځول شوي، ۲.۵ ميليونه نورې د ښوونځي پيلولو عمر ته رسېدلې چې اتيا سلنه به یې د بنديزونو له کبله له زده کړو پاتې شي او ۲۰ سلنه نورې یې بيا له پيله په داسې سيمو کې نه وې چې زده کړو ته پکې لاسرسی موجود وي.

يونېسکو دغه راز معلومات ورکړي چې په افغانستان کې د پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو سره ۱۰۰ زره نجونې له لوړو زده کړو محرومې شوې دي.

Back to top button