د يوناما تازه څرګندونې

يوناما يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر وايي، پوره يو کال وشو، چې له طالب سرپرست حکومت غواړي، څو فکر وکړي.

يوناما په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان روان وضعيت د ښه کېدو لپاره د لازمو ګامونو  پورته کولو او افغانانو ته د هيلې ورکولو لپاره ښه فرصت شته، خو ښايي پرته له بدلونه هرڅه تر دې بدتر شي.

خبرپاڼه کې راځي، نړۍواله ټولنه به هغه وخت تعامل وکړي، چې طالب سرپرست حکومت د خلکو حقونو ته درناوی او د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي.

له دې سره جوخت  د بخښنې نړۍوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې امنيتي، اقتصادي، د ښوونې او روزنې وضعيت خراب لوري ته روان دی.

ياد سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره روان وضعيت خورا بد ناورين بللی او ويلي يې دي، چې طالب سرپرست حکومت په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او خلک هم ترې سخت ناهيلي شوي دي.

يوناما او د بخښنې نړۍوال سازمان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د‌ طالب سرپرست حکومت د واکمنۍ کال پوره شو، خو لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بندې دي او همدارنګه دولتي ادارو ته ښځې د تګ اجازه نه لري.

Back to top button