يوناما راتلونکی کال ۲۸ ميليونه افغانانو سره مرسته کوي

يوناما يا د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر مشرې ویلي، چې راتلونکی کال به په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلکو سره مرستې وکړي. 

په کابل کې د يوناما دفتر يوې تازه خپرې شوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د دفتر مشرې روزا اوتنبايوا د ملګرو ملتونو ځينو نورو استازو سره کندهار ولايت ته سفر کړی.

خبرپاڼه زياتوي، په دې سفر کې د ملګرو ملتونو دفتر ته معلومه شوه، چې اوس هم د افغانانو د اړتيا کچه ډېره لوړه ده او دوی سره باید د ژوندانه ژغورلو په موخه بېړنۍ مرستې وشي.

روزا اوتنبايوا ويلي، کندهار ته يې د سفر موخه داده، ترڅو دلته د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو ادارو د روان کال د ترسره شویو او روانو پروژو ارزونه وکړي، چي په خبره يې اداره يې پلان لري ترڅو راتلونکي ٢٠٢٣م کال کې ۲۸ میلیونه افغانانو ته مرستي ورسوي.

Back to top button