یوناما: راتلونکي کال کې به د نجونو ښوونځي تړلي پاتې نه شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت يا يوناما سياسي مرستيال مارکوس پوتزل په کابل ښار کې د نجونو له يوه لومړني ښوونځي ليدنه کړې ده.

د يوناما مرستیال پوتزل ويلي، چې د ياد ښوونځي له زده کوونکو سره یې ژمنه کړې ده، چې د نجونو پر زده کړو د لګېدلو محدوديتونو د لرې کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو راتلونکی کال په ټول افغانستان کې د نجونو هېڅ ښوونځی تړلی پاتې نه شي.

نوموړي له ښځينه زده کوونکو سره دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې د طالب سرپرست حکومت له لوري د نجونو پر زده کړو لګېدلي محدوديتونه تېره ورځ یو کلن شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا رسېدلو وروسته په ټول هېواد کې د له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونو زده کوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د طالب سرپرست حکومت دا پرېکړه تر دې مهاله د په افغانستان دننه او نړۍ کې له ګڼ شمېر غبرګونونو سره مخ شوي دي او له طالب حکومت څخه یې وار وار غوښتنه کړې چې د نجونو په ښوونځیو لګېدلی محدودیتونه ژر تر ژره لرې کړي، خو طالبان وایي چې اوسني شرایط دې ته نه دي برابر چئ د نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شي.

Back to top button