يوناما د پنجشېر وضیعت په اړه اندیښنه ښودلې

يوناما وايي، چې په پنجشير کې د بشري حقونو څخه سرغړونې د اندېښنې وړ دي.

کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندويه ادارې یا یوناما ویلي، چې په پنجشېر ولايت کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې ادعاوې د اندېښنې وړ دي.

یوناما د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې ښکېلې خواوې د زندانیانو پر وړاندې څرګنده نړۍوالې ژمنې لري.

دغه اداره زياتوي، چې په پنجشېر کې وروستۍ پېښې جنایت دی او همداراز د عاملينو د محاکمې غوښتنه یې هم کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه ادارې ټینګار کړی، چې د افغانستان کې يې ټول وضیعت تر نظر لاندې دی.

د‌ يادونې وړ ده، چې په تیرو څو ورځو کې طالبانو په پنجشير کې تر لسو زيات کسان په صحرایي محکمه کې په ډزو وژلي دي او همداراز د هغوی ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنيو  کې هم خپرې کړې دي.

Back to top button