يوناما د خپلو ښځينه همکارانو په اړه اندېښنه ښودلې

یوناما په تازه خبرپاڼه کې ويلي، چې افغانستان کې د خپلو ښځینه کارکوونکو ځورنې ته اندېښنه لري.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا یوناما‌ د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې یې ښځینه کارکوونکې د طالبانو لوري ځورول کېږي او په وينا يې، دوی يې اندښمن کړي.

همداراز دغه دفتر په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د دوی د ښځینه کارکوونکو له پرله‌ پسې ځورونو دې لاس واخلي.

په اعلامیه کې ويل شوي، چې نن د یوناما درې ښځینه کارکوونکې د طالب امنيتي مسؤلينو له لوري نیول شوې او تر توقیف لاندې وې.

يوناما په ټينګار سره ويلي، چې دوی سمدستي د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو د پرله‌ پسې ګواښونې او ځورونې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

همداراز دغه دفتر زياتوي، چې د طالب امنيتي مسؤلين دې په افغانستان کې د نړۍوالو بشري حقونو له مخې د ټولو افغان ملت حقونو ته درناوی وکړي.

يوناما ليکي، چې د افغانستان پر اوسنيو حاکمانو غږ کوي، څو په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو د امنیت په خوندیتوب کې خپلې هڅې روانې وساتي.

په کابل کې د يوناما دفتر د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو د ځورونې له امله ژوره اندېښنه ښودلې او د ورته پېښو د بيا نه تکرار غوښتنه یې کړې ده.

Back to top button