يوناما: پر افغان خاوره د پاکستان برید غندو
ملګرو ملتونو د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بريد غندلی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما په يوې تازه خپره شوې اعلامیه کې پر افغان خاوره د پاکستان هوايي برید غندلی او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې يې اندېښنه ښودلې ده.
دغه دفتر زياتوي، چې د پاکستان په دې برید کې ملکي وګړي وژل شوي او دا پېښه يې يو لوی جنايت ګڼلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خوست او کونړ په سيمو پاکستاني الوتکو بمبار وکړ، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلويښت کسان وژلي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
بلخوا طالب سرپرست حکومت وايي، چې د پاکستان د دې کړنې په غبرګون کې يې په کابل کې د ياد هېواد سفير احضار کړی او ورسره جوخت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي، چې د پاکستان ورته غير قانوني کړنې د بيا ځل تکرار لپاره به له سخت غبرګون سره مخ شي.