يوناما: د نجونو ښوونځيو تړل د‌ پرمختګ پر وړاندې خنډ دی

۳۰۹ ورځې وشوې، چې د طالب سرپرست حکومت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي؛ خو په کور دننه او بهر لا هم د دغو ښوونځيو د تړلو په تړاو کلک غبرګونونه روان دي. 

په افغانستان کې د يوناما د بشري حقونو د دفتر مشرې فیونا فرازر له طلوع نيوز ټلويزيوني شبکې سره په تازه مرکه کې ويلي، چې دوی د نجونو ښوونځيو په تړاو له سرپرست حکومت سره لګیا دي، څو يوې پرېکړې ته ورسېږي او ښوونځي بېرته پرانيزي.

هغه وايي، چې د نجونو د ښوونځیو تړل د هېواد د پرمختګ پر وړاندې لوی  خنډ دی او په وينا يې، چې د نجونو د ښوونځیو تړل به د هېواد پر اقتصاد او پرمختګ هم ډېر بد اغېز وکړي.

نوموړې وايي، چې د ټولنې په پرمختګ کې د ښځو رول مهم دی او زیاتوي، چې له ټولنې د نجونو او ښځو ګوښه کول به د افغانستان پر راتلونکې ناوړه اغیز وکړي.

نن په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د تړل کیدو ۳۰۹ ورځې پوره شوې او میلیونونه زده کوونکې نه شي کولای چې ښوونځیو ته لاړې شي. د طالب سرپرست حکومت له لوري د نجونو ښوونځيو نه پرانېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او له افغان ولس سربېره نړۍوالې ټولنې تل د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانېستنې غوښتنه کړې ده.

Back to top button