يوناما: افغانستان د ښځو لپاره ځپونکی هېواد دی

پنجره ورځپاڼه: يوناما يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مشرې «روزا اوتونبایوا» وایی، دغه هېواد اوس مهال، په نړۍ کې، د ښځو پر وړاندې تر ټولو ځپونکی ځای دی.

د یوناما مشرې دا تازه څرګندونې، د ښځو پيوستون نړۍوالې ورځې په مناسبت، چې د مارچ د اتمې سره سمون لري، د دغه سازمان په ویب پاڼه خپور شوي پیغام کې کړې دي.

هغې ويلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان، د هغوی پرلپسې، قصدي او سیستماتیکو هڅو شاهد دی چې افغان ښځې او نجونې يې له عامه ډګر څخه باسلي دي.

د یوناما مشرې د نړۍ په یو تر ټولو ستر بشري او اقتصادي بحران کې د افغانستان د نیمايي نفوس په خپلو کورونو کې بند پاتې کېدل، ملي ځورونه بللې او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه به د بې وزلۍ او انحصار د زیاتوالي لامل شي چې افغانان به بهرنیو مرستو ته اړ پاتي شي.

د مېرمن اوتونبایوا په وینا، له زده کړې د ښځو محرومیت د ځان‌وژنې او د ماشومانو د ودولو په شمول بې شمیره فزیکي او رواني پایلې لرلای شي.

په دې پیغام کې د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي «ډایویډن» له قوله ليکل شوي، چې افغان ښځو د طالبانو د پرلپسې او سیستماتیک محرومولو پر وړاندې حیرانونکې زړورتیا او مقاومت ښودلی دی. یوناما همداراز له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو پر حقونو محدودیتونه لرې کړي.
ظاهر څراغ

Back to top button