يوناما: سالمه ټولنه خپلواکو رسنیو ته اړتیا لري

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې يا یوناما سرپرست مارکس پوتزل وايي، افغانستان کې د رسنیو خپلواکي د خوندیتوب لپاره یو روښانه چوکاټ ته اړتیا ده. 

پوتزل په کابل کې د يوې شخصي رسنۍ څخه د ليدنې پر مهال ويلي، هېڅ خبريال بايد خپل غږ بند نه کړي او د خپل شخصي خوندیتوب له اړخه ونه ډار شي، ځکه چې سالمه ټولنه خپلواکو رسنیو ته اړتیا لري.

افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت له واک ته رسېدو وروسته، د ژورناليزم او بيان ازادي کې کار کول له ګڼو محدوديتونو سره مخ ده، چې د اقتصادي ستونزو سربېره ښځينه کارکوونکې يې هم دې ته اړ شوي، څو خپلې دندې پرېږدي.

Back to top button