د م.م.ا شورا: په افغانستان کې وروستي بريدونه غندو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي، په افغانستان کې وروستي بريدونه غندي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان په څو ښارونو کې، په جوماتونو او تعليمي مرکزونو پرلپسې بريدونه شوي، چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه شورا زياتوي او وايي، چې دوی ټول دغه ډول بريدونه‌ په کلکه غندي او تمه لري، څو عاملين يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په دغه خپره شوې اعلامیه کې راځي، چې د‌ ترهګرۍ دغه ډول ټول بريدونه که په هر ځای کې ترسره کېږي، دوی یې په کلکه غندي او له نړۍوالو یې غوښتي دي، څو د ورته ناوړه پديدو پر وړاندې په ګډه مبارزه او د انسان وژنې مخنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي، چې دوی له ټولو افغانانو سره د غمشریکۍ مراتب شريکوي او تمه لري، چې نور دا ډول جګړې او بريدونه پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له تېرې اوونۍ راهيسي د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې چاودنې وشوې او له امله یې ګنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Back to top button