ملګري ملتونه: شل ميليونه افغانان د خوړو کمښت سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې لوږه زياته شوې او شاوخوا شل ميليونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي. 

د ملګرو ملتونو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د لوږې کچه پراخه شوې او ورځ تر بلې د لوړېدو په لور روانه ده.

د ملګرو ملتونو په وينا که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو ښايي يو لويه بشري فاجعه رامنځته شي.

په دې راپور کې راغلي، چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۹.۷ خلک له شديدې لوږې او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د يادې سرچينې په وينا، د لوږې زياته برخه خلک د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې اوسېږي.

دغه راز ياده  وايي، چې په کار ده له اړمنو کورنيو سره پر وخت مرسته وشي، څو په راتلونکي کې د يو لوی بشري ناورين مخنيوي شوی وي.

د يادونې ده، چې د افغانستان اوسني اقتصادي وضعيت په خاطر د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نورو نړۍوالو بنسټونو هم هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

Back to top button