اوکراین د امریکا له نظامي مرستو مننه او ستاینه کړې

پنجره ورځپاڼه: د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلنسکي د امريکا متحدو ایالتونو له وروستیو څو میلیارډه  ډالري نظامي مرستو څخه چې په کې پرمختللي زرې داره موټرونه هم شامل دي، مننه او ستاینه کړې ده.

زيلنسکي ويلي، دا په حقيقت هغه څه دي چې له د روسيې پوځيانو سره په جګړه کې د اوکرایني پوځيانو ورته اړتيا لرله. د اوکراین ولسمشر تېره ورځ  په خپلې يوې وینا کې د امريکا دغه مرسته يوې قوي بسته ګڼلې ده.

هغه ويلي، چې موږ په لومړي ځل براډلي زرې داره موټرونه ترلاسه کړي او په وینا یې دا په حقيقت کې هغه څه دي چې مونږ ورته اړتيا لرله. زيلنسکي ويلي، چې امريکا ورته دا ځل ګڼې نورې پرمختللې وسلې هم ورکړي دي.

نوموړي په داسې حال کې د امریکا د له نظامي مرستو ستاینه او مننه کړې چې هممهاله سپینې ماڼۍ هم له اوکراین او د ناټو د ختیځې اروپا له غړو هیوادونو سره د ۳.۷۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو او نورو مرستو اعلان وکړ.

د‌ اوکراین ولسمشر له جو بایډن، امریکایي قانون جوړونکو او ټولو امریکایانو څخه چې د آزادۍ ملاتړي دي او په دې پوهیږي آزادي ددې ارزښت لري چې وساتل شي، مننه کړې ده.

له اوکراین سره د امریکا د نظامي مرستو وروستۍ بسته، تر دمم له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو تر ټولو ستره او بسته ياده شوې، چې په کې ټانګ وژونکي او نورې پرمختللې وسلې هم موجودې دي.

بلخوا تر دې وړاندې روسيې اعلان کړی و، چې پوځيان به یې  د شنبې په ورځ د اورتودوکس کرسمس په خاطر لنډمهاله اوربند وکړي، خو اوکرایني چارواکو بيا د روسیې دغه یو طرفه ۳۶ ساعته اوربند غندلی او هغه یې د یو خاص هدف په خاطر بللی.

د روسیې دفاع وزیر تېره ورځ په يوې وينا کې ويلي، چې د پوځيان يې په ۱۱۰۰ کیلومتره کرښه کې اوربند مراعت کړی، خو د بریدونو په ځواب کې يې بیرته ډزي کړي دي.

Back to top button