اوکراین د روسیې ۲۹ توغول شوي توغندي شنډ کړي دي

پنجره ورځپاڼه: اوکرایني رسنۍ د دغه هېواد د پوځ له قوله راپورونه ورکړي، چې د روسیې له لوري په ۳۰ توغول شویو توغندیو کې ۲۹ د اکراین له لوري شنډکړل شوي او یو توغندی پر اودیسا بندري ښار لګېدلی دی.

د اوکراین د پوځ د مالوماتو له مخې روسیې، کروز توغندي له اوبو، ځمکې او هوا څخه توغولي دي. د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو عمومي قوماندان ویليټول هغه توغندي چې پر کیېف ویشتل شوي وو، د دوی له لوري شنډ کړل شوي دي.

د یادولو وړ ده؛ روسیه او اوکراین د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې په جګړه بوخت دي او په داسې حال کي چي لویدیځ وايي؛ دا د دې جګړې یو اړخ نه دی تراوسه یې کییف ته په میلیاردونو ډالر وسلې او مهمات ورکړي او ټینګار کوي چي د اړتیا په وخت کي به د اوکراین تر څنګ ودریږي.

ظاهر څراغ

Back to top button