اوکراین د جګړې په ميدان کې د خپلواکۍ ۳۱مه کليزه ولمانځله

اوکراین له روسیې څخه د خپلواکۍ اخيستلو ۳۱مه کليزه ولمانځله.

اوکراین له روسیې څخه د خپلواکۍ ۳۱مه کليزه داسې مهال ولمانځله ، چې شاوخوا شپږ مياشتې وشوې روسیې پرې يرغل کړی او دغه هېواد یې تر سختو بریدونو لاندې راوستی.

د اوکراین ولسمشر ويلاديمير زلنسکي د خپل هېواد د خپلواکۍ ۳۱مې کليزې په مناسبت يو ویډیویي خپور شوي پیغام کې ويلي، چې د روسیې یرغل پر وړاندې د تر وروستۍ سلګۍ مبارزه او د خپل هېواد د لويشت لويشت خاورې ساتنه کوي‌.

بلخوا د امریکا استخباراتي ادارې خبرداری ورکړی، چې ښایي روسیه نن پر اوکراین پراخ بریدونه وکړي او په دې اړه د اوکراین ولسمشر هم خپله اندېښه څرګنده کړې ده.

د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه د اروپا په ورستیو څو لسیزو کې تر ټولو سخته وسله‌واله جګړه بلل کېږي، چې په کې په زرګونه کسان وژل شوي او په میلیونونو نور له هیواده تېښتې ته اړ شوي او یا هم په کور دننه بې ځایه شوي دي.

Back to top button