اوکراین له خپلو غربي ملګرو د جنګي طیارو د مرستې غوښتنه وکړه

پنجره ورځپاڼه: سي اېن اېن د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي له قوله خبر ورکوي، چې نوموړي د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره یې په وار وار لهخپلو غربي ملګرو د جنګي طیارو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د سي اېن اېن په راپور کې راغلي چې، د جنګي طیارو ورکول به له دوی سره لویه مرسته وي، خو نشت یې پر روسیې د اوکراین د متقابلو بریدونو مخه نهشي نیولی.

زیلنسکي وروسته له هغه دا څرګندونې کړي چې تېره ورځ د روسیې هوایي ځواکونو د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو پراخ هوايي بریدونه وکړل اول په پایله کېیې ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر دې وړاندې د اوکراین د فاع وزیر هم ویلي و چې پر روسیې د پسرلنیو عملیاتو لپاره یې چمتووالی په بشپړېدودی.

ظاهر څراغ

Back to top button