د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافيره: امريکا افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر د طالبانو له لوري د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازو بندېدو په اړه رسنيو ته په انلاين ويډيويي کنفرانس کې ويلي، چې دوی به افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي. هغې ويلي، دا کار ځکه کوي، چې امریکا له بشري مرستو د وسلې په توګه کار نه اخلي.

نوموړې زياته کړې، له تېرو څو مياشتو راهیسې یې پنځو هېوادونو ته سفر کړی، چې هلته يې له مېشتو افغانانو او د دغو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث او خبرې کړې دي.

کرن ډېکر ويلي، چې په دې لیدنو کتنو کې يې په ډاګه کړه، چې امریکا نور په افغانستان کې د وسله والې مبارزې ملاتر نه کوي، ځکه چې افغانستان نور د جګړو او شخړو تاب نه لري.

هغې په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو او مرستو یادونه کړې او ويلي دي، چې د بنسټیزو پروژو بشپړولو ته يې ډېره پاملرنه کړې وه.

Back to top button