ننګرهار کې دوه ټرافیکي پېښو لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

پنجره ورځپاڼه: ننګرهار کې سیمه ییزې رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو مړ او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت سرچینې وایي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ سهار د چپرهار ولسوالۍ اړوند «خالص فامیلیو» سیمه کې د ریکشا او موټر سایکل ترمنځ د ټکر لهامله رامنځته شوې، چې پکې ۶ کسان ټپیان شوي او یو کس خپل ژوند بایللی دی.

سرچینې زیاتوي، دویمه پېښه په ورته مهال د روداتو ولسوالۍ اړوند «دربځالې» سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټر ترمنځ شوې چې پکې ۴ کسان سختټپیان شوي؛ خو د ټپیانو د هویت او روغتیایي وضعیت په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي.

سرچینې د دې پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطې په ګوته کوي. په دې وروستیو کې ننګرهار او نورو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لاملیې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ ګڼل کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button