کابل کې د قتل په تور دوه غله نیول شوي

طالب ځواکونو په کابل ښار کې دوه تنه غله د يو دوکاندار د قتل په تور نيولي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، چې يادو کسانو د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د حاجي ضيا په نوم يو تن چې دوکاندار ؤ په شهادت رسولی دی.

هغه زیاتوي چې د نوموړي دوکاندار له وژلو وروسته غله له دوو غلا شویو موبایلونو او یو میل تونګچې د طالبانو د ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

ځدراڼ وایي یاد غله به د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Back to top button