پروان کې د برېښنا دوه پایې الوزول شوي

د سالنګ تاغمه سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري د وارداتي برېښنا دوه پایې الوزول شوي.

د افغانستان د برېښنا ریاست مسؤلین وایي، چې نامعلومو کسانو د پروان ولایت اړوند سویلي سالنګ په تاغمه سیمه کې د وارداتي برېښنا دوه پایې په ماینونو الوزولي، چې له امله یې د کابل او ۱۰ ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

هغوئ زیاتوي، چې د برېښنا تخنیکي ټيمونه سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي د پایو رغولو لپاره پلان ترتیب او کار پيل کړي.

د افغانستان برېښنا ریاست مسؤلین د ستونزې تر حل پورې له هېوادوالو غواړي چې د برېښنا تاسیساتو خوندي ساتنې ته پاملرنه وکړي او ځايي امنیتي مسؤلینو ته په خبر ورکولو سره د روښنایۍ دښمنانو وران کاره هڅو مخه ونېسي.

Back to top button