دايکندي کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي

پنجره ورځپاڼه: د دايکندي د طالبانو امنيتي مسؤلینو رسنيو ته ویلي، چې د دغه ولايت د شهرستان ولسوالۍ د غاسور په سیمه کې د يوه تونس ډوله موټر د چپه کېدو له امله د يوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه شوي او ۸ نور ټپيان دي.

د پېښې په ټپیانو کې څلور نارینه، درې ماشومان او یوه مېرمن شامل دي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي او د مرکز ښرنې اوسېدونکي دي، چې د خلکو له خوا د دې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. د دې ترافيکي پېښې لامل د سړک خرابوالى بلل شوى دى.

ظاهر څراغ

Back to top button