افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې له کبله دوه تنه مړه او شل نور ټپیان دي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي چې د وروستیو معلوماتو له مخې، د هېواد په ټولو سیمو کې تر دې دمه د زلزلې له امله دوه تنه مړه او نږدې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د شپې ناوخته پر خپله شخصي ټویټر پاڼه لیکلي، د ټول هيواد په ۳۴ ولايتونو کې روغتيايي مراکزو ته نږدې شل تنه ټپيان او دوه جسدونه وړل شوي دي.

تېره شپه یوې زورورې زلزلې د هیواد شمال لویدیځ، مرکزي، ختیځ او سویل ختیځ ولایتونه ولړزول، دغه راز دا زلزله په پاکستان، هندوستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم حس شوې ده.

زلزله ډیره زوروره وه او خلک له خپلو کورونو څخه په داسې حال کې ووتل چې سخت ویریدلي وو. هاخوا د ګاونډ پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې د زلزلې له امله ۱۰ تنه مړه او تر سلو زیات ټپیان شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button