هرات کې دپاسپورټ دوه کارکوونکي نیول شوي

هرات کې د پاسپورټ ادارې دوه کارکوونکي د کمیشن کارۍ او د اسنادو د جعل په تور له دندو ګوښه او نیول شوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د هرات ولایت د پاسپورټ ادارې دوه کارکوونکي چې د کمیشن کارۍ او د اسنادو د جعل په تور تورن وو له دندو ګوښه او نیول شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د هرات د پاسپورټ مديريت له پيل څخه تر اوسه د کمیشن کارۍ او د اسناد جعلکارۍ په تور ۲۲ تنه نيول شوي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

واک ته د طالبانو د حکومت تر رسېدو وروسته د پاسپورټ اداره یوازینۍ اداره ده چې ډېرې ستونزې او مراجعین لري، یادې ادارې په وار وار د مراجعینو پر مخ تړل شوې او د خلکو له توندو نیوکو سره مخ شوې ده، خو طالب سرپرست حکومت لا هم نه دی بریالی شوی چې د پاسپورټ په اخیستلو کې مراجعینو ته اسانتیا رامنځته کړي.

Back to top button