خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان دي

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ وايي، چې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له پاکستاني طالبانو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان دي.

رسنیو نن شنبه د لیندۍ پنځمه سیمه کې د پولیس چارواکو له قوله ویلي چې دغه نښته تېره ورځ د لکي مروت په درګه سیمه کې رامنځته شوې ده.

بلخوا په د لکي مروت کې د پوځ مشر رسنیو ته ويلي، چې دوی د وسله‌والو پر یوه پټن‌ځای د عملیات کول، چې په ترڅ کې یې دا ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د پاکستاني لومړي وزیر پر یاده پېښه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ترهګري لا هم د دغه هېواد لپاره یوه ستره مسله ده او دوی به یې پر وړاندې په زړورتیا درېږي.

دا په داسې مهال دی چې څو ورځې مخکې هم یاده سیمه کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي

Back to top button