خیبرپښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس او درې وسله وال وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د خېبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په نښته کې دوه پوځیان وژلشوي.

سرچینې وايي، چې دغه نښته تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې چې په پایله کې درې وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.

خو ویل کېږي، چې تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې په بلوچستانکې هم درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، په روان کال کې شاوخوا ۱۳۷ پاکستاني پوځیان په خیبرپښتونخوا اوبلوچستان کې وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.

ظاهر څراغ

Back to top button