خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني افسران وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې پرون ناوخته د خیبرپښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې د وسله‌والو په یوه برید کې د پولیسو دوه وژل افسران وژل شوي دي.

سرچينې په چارسدې کې د طارق خان په نوم د پاکستاني پولیسو د یوه افسر له قوله وايي، وسله‌والو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ، چې په پایله کې یې دوه افسران وژل شوي او يو بل ټپي دی.

 پاکستاني سرچینې زیاتوي، چې دغو دوو پولیس افسرانو روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې ده، خو وايي، دریم يې تر جدي درملنې لاندې دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې درې ورځې وړاندې هم د پښتونخوا په خیبر سیمه کې د ورته پېښې په پايله کې درې پولیس افسران وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي وو.

ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو په دې وروستيو کې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالاتونو کې پر امنیتي ځواکونو وروسته له هغه بریدونو ته زور ورکړ، چې له حکومت سره یې مذاکرات بې پايلې او ناکام پای ته ورسېدل.

Back to top button