خوست کې د ګازنیونې له امله د يوې کورنۍ دوه تنه مړه شوي

پنجره ورځپاڼه: د خوست ځايي سرچينو ويلي، چې تېره شپه د دغه ولايت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ډډوالو کلي کې خاوند او مېرمنه د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، يادې کورنۍ څخه په کوټه کې ګازي بخارۍ خلاصه پاتې شوې وه، چې له امله یې خاوند او مېرمن دواړو ژوند بايللی دی.

څه موده وړاندې هم په ياده ولسوالي کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ څلورو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ګازنیونې دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې هر کال د ژمي په رارسېدو له ګازي بخاريو سره د خلکو د بې غورۍ له امله په اکثرو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته کېږي.

Back to top button