دوه لکه زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته اړتیا لري

افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله دوه لکه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یونیسف یو ځل بیا د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې ۱۹۰۸۰۰ماشومان د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي او سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

دوی وايي، په پکتیکا او خوست کې هره ورځ د ۹ ګرځنده ټیمونو له لارې روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي.

Back to top button