د سمې زده کړې دوه شرطونه

د سمې زده کړې دوه شرطونه
ليکوال: استاد اسدالله غضنفر

توماس جفرسن د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې یو لیکونکی او د دغه هېواد دریم ولسمشر و. ده ویلي وو چې هغه سړی چې هیڅوخت مطالعه نه کوي، تر هغه چا تعلیم یافته راښکاري چې یوازې اخبارونه لولي.
په اخبار کې په ګڼو او مختلفو موضوعاتو باندې مختصرې خبرې کېږي. د اخبار او ورځپاڼې لوستونکی هغه سیلاني ته ورته دی چې د یوه ښار له منځه په موټر کې تېرېږي، بې شمېرو شیانو ته ځغلنده کتنه کوي او بې له دې چې د ښار له یوې برخې سره سم اشنا شي، له یوه مبهم تصور سره له ښاره وځي.
په اوسنۍ زمانه کې چې د اطلاعاتو او رسنیو د باران زمانه یې بللای شو، هره ورځ دومره ډېرې خبرې اورو او لولو چې د غور او دقت وخت یې رانه اخیستی دی.
موږ تر هغو خلکو چې نیمګړې، خوره وره ، بې هدفه او برسېرنه مطالعه کوي، ممکن له بېخي نالوستو کسانو پخې خبرې واورو. نالوستي او د نوي عصر له معلومات ورکوونکو وسایلو بې برخې کسان په خپلو واقعي تجربو متکي وي او په یوې تجربې باندې د غور کولو لپاره زیات وخت لري خو هغه څوک چې سهار د راډیو په خبرونو راویښېږي، د ورځې د ویب لسګونو مخونو ته ځغلنده کتنې کوي او ماخوستن یې د تلویزیون ریموټ کنټرول په لاس، خوب وړي، د ژور فکر وخت نه مومي. متل دی وایي چې نیمګړی طبیب د ځان او نیمګړی ملا د ایمان خطر دی.
د ښار د پیژندلو لپاره تم کېدل راته پکار دي. پخوانو یو متل تېر کړی دی: ملا صاحب ژر کوه، کډې بارېږي، زوی مې ملا کړه!
د دې لپاره چې یو څه په رښتیا زده کړو، په اوسنۍ مصروفه زمانه کې لازمه ده چې د خپلې پوهې ساحه مشخصه کړو. په تېرو پیړیو کې چې د بشر د علم خزانه خورا محدوده وه، دا ممکنه وه چې یو څوک جامع علوم او فنون شي، خو اوس دا کار کېدونی نه دی. پنځه سوه کاله پخوا چې په اروپا کې د رنسانس زمانه وه او د نوي علم او تمدن بنیادونه ایښودل کېدل، ګڼو پوهانو مختلف علوم زده کول. دوی به له هنرونو رانیولې تر ساینسه پورې او له فلسفې رانیولې تر تاریخه پورې په هر څه باندې د لاسبري هڅه کوله. خو په راوروسته پیړیو کې چې علم او معرفت په چټکۍ سره وده وکړه، د تخصص اړتیا زیاته محسوسه شوه.
د واقعي پوهې د تر لاسه کولو لپاره بل ډېر ضرروي شرط دا دی چې پرانیستی ذهن به لرو. که مونږ د دې لپاره په معلوماتو پسې ګرځو چې د خپلې خوښې نظریاتو ته نوي دلیلونه پیدا کړو، دا د معرفت لاره نه ده. واقعي معرفت هغه څوک حاصلولای شي چې د خپلې خوښې نظریاتو یې سترګې نه وي پټې کړې.
هغه څوک چې په ځان میین وي او د ځان د بت پرستش کوي، د هغې خبرې اورېدلو ته تیار نه دی چې په ده باندې ښه نه لګېږي. مثلا ده ته که خپل قام تر بل قام ښه ښکاري نو یوازې هغه تاریخ به سم ګڼي چې د ده د قام ستاینه پکې شوې وي. دی شاید د خپلې خوښې دغسې تاریخونه په دقت سره ولولي او ډېر معلومات حافظې ته وسپاري، مګر ده په واقعي معنا علم نه دی زده کړی، ده یوازې د ځان د بوت د لمانځلو او د خپلې عقیدې د ساتلو لپاره ځان غلط کړی دی. خو هغه څوک چې په خپلې ځانولۍ باندې لاسبری دی او د ځان د پرستش ناروغي نه لري، د خپلې خوښې او نظریې مخالف تاریخونه هم لولي. دغسې کس په ځان نه بلکې په حقیقت میین وي. د دې لپاره چې په رښتیا په یو څه پوه شو، له ځان سره مینه نه بلکې له حقیقت سره مینه راته پکار ده.

Back to top button