بامیانو کې د ډبرو سکرو دوه کارکوونکي د ګازنیونې له امله وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: د بامیانو ځایي رسنۍ وايي، چې د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازنیونې له امله دوو کارکوونکو خپل ژوند بايللی دی.

سرچينو د باميانو د طالبانو امنیتي مسؤلینو له قوله ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ د مرغومي په ۲۷ مه د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې شوې ده، چې له امله يې دوه تنو کارکوونکو خپل ژوند بايللی دی.

د باميانو ځايي سرچينو په خپاره شویو راپورونو کې راغلي، چې د طالبانو د اور وژنې د څانګې کارکوونکو له پېښې وروسته دوه مړي له کان څخه را ایستلي او خپلو کورنيو ته یې سپارلي دي. د سرچينو په خبره، د دې پېښې قربانيان سیمې اوسېدونکي وو.

د افغانستان کانونو کې، په ځانګړې توګه د سمنګان او بغلان د ډبرو سکرو کانونو د غیرمعیاري کیندنې له امله وخت ناوخت کارکوونکي خپل ژوند بايلي، چې څو ورځې وړاندې د سمنګان ولايت د دره‌صوف ولسوالۍ د د ډبرو سکرو په یوه کان کې هم د ګازنیونې له امله اووه کارګران مړه شوي وو.

Back to top button