په ارزګان کې دوه ماشومان وژل شوي

 ارزګان ولايت کې د دوه جلا پېښو له کبله دوه ماشومان وژل شوي او يو ټپي دی. 

بشپړ جزیات: ځايي خبريال رضوان پوپل

په ارزګان کې يوه ځايي سرچينه وايي، چې د دغه ولايت په چوره ولسوالۍ کې د ماين په يوې چاودنه کې يو ماشوم وژل شو او يو بل ټپي دی.

همداراز دغه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي پنجره ورځپاڼې ته وويل، تيره ورځ په همدغه ولسوالۍ کې په يوې ټرافيکي پېښه کې هم يو ماشوم ژوند بايللی دی.

سرچينه زياتوي، چې ياده ټرافيکي پېښه د چوره ولسوالۍ په سراو سيمه کې رامنځته شوې ده.

په ارزګان کې د سرپرست حکومت د اطلاعات او کلتور رئیس ملا محمد اصف پېښه تاييدوي او وايي، هغه موټر چلونکی يې نيولی دی، چې په ياده ولسوالۍ کې يې يو ماشوم تر موټر لاندی کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان ټرافیکي پېښې زیاتي شوي او نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولايتونو کې ملکي خلک د دغو پيښو قربانيان دي.

Back to top button