ټويټر د لفظي تاوتريخوالي خلاف يوه بله لړۍ پيل کړې

پنجره ورځپاڼه: د ټولنیزو رسنیو یوې ډېرې کارېدونکي شبکې «ټويټر» اعلان کړی، چې دوی د دغې شبکې کارونکو ته د خوندي فضا د رامنځته کولو په موخه د «لفظي تاوتریخوالی پر خلاف» د صفر زغم پالیسي پیل کړې ده.

ټویټر په يوه تازه خپور کړي بیان کې ویلي، چې په خپلو پالیسیو کې ځیني اصلاحات رامنځته کړي دي. يادې شبکې ليکل، «نن، موږ په رسمي ډول د ګواښونو، بد دعا یا خیراوو، تاوتریخوالی ته د هڅولو او لفظي شخړو پر خلاف پالیسي پیل کړه.»

ټویټر زياته کړې، په هغه ځای کې چې لفظي شخړې او تاوتریخوالی موجود وي، نو هلته سالمې خبرې او ډیالوګ ناممکن کوي. دې شبکې ويلي، چې د لفظي تاوتریخوالی په ځای کې صحي خبرې اترې نه شي کیدی، موږ کاروونکو ته د خوندي فضا د رامنځته کولو لپاره د لفظي تاوتریخوالی پر خلاف د صفر زغم پالیسي پیل کړې ده.

دغه راز ټویټر یادونه کړې ده چې زموږ د مقرراتو او پالسیو څخه د سرغړونې په صورت کې به اړونده حسابونه به وځنډول شي. همدارنګه ټویټر ټینګار کړی، چې د حساب د بیا پرانیستلو لپاره به د تاوتریخوالی منځپانګې د ليرې يا حذفولو غوښتنه وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button