ترکیه له سوریې سره خبرو ته لېواله ده

سیاسي شنونکي وايي، چې د سوریې په اړه د اردوغان خبرې د هغه د تېرو څرګندونو په پرتله د پام وړ نرمې وې، او له سوریې سره خبرو کولو ته لېواله ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې حکومت یې د سوریې له حکومت سره د خبرې کول غواړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د اردوغان دریځ د تېر په پرتله نرم و او د هغه د انقرې او دمشق تر منځ د احتمالي خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په دې صورت کې. د سوریې په اړه، موږ اړتیا لرو چې نور ګامونه پورته کړو.”

له ۲۰۱۶ کال راهیسې د رجب طیب اردوغان حکومت د بشار الاسد د حکومت له ځینو مخالفانو سره مرسته کړې ده چې د سوریې سلګونه کیلومتره خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د ترکیې د حکومت د بشارالاسد د مخالفینو له دغې ډلې سره مرسته وکړه چې سوریې ته ۳۰ کیلومټره ژور ننوځي او په ورته وخت کې د خلکو د دفاع پوستې او جنګیالي په نښه کړي، چې د امریکا د حکومت ملاتړ ورسره دی.

Back to top button