ترکيه له خطرناکو زلزلو وروسته سېلاوونو وځپله

پنجره ورځپاڼه: د ترکیې په سویل ختیځې سیمې چې د نږدې يوه مياشت وړاندې زورور زلزلو وځپلې، اوس د سېلاوونو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او لسګونه تنه نور ورک دي.

 راپورونه وايي، چې په مړو شویو کسانو کې هغه هم شامل دي، چې له زلزلې روغ وتلي او په موقتي خيمو کې مېشت وو.

د ويلو وړ ده، چې په دې سیمه کې د تېرې فبرورۍ پر شپږمه یوې زورورې زلزلې ۴۸۰۰۰ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور يې بې کوره کړل. د مرستندویه ادارې افاد مسوولین وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې د ادیامان په یوه سیمه کې ۱۳۶ ملي متره باران شوی دی، چې له امله یې سېلابونه راوتلي دي.

بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې تر اوسه د زلزلې له اغېزو سره د مبارزې چارې پرمخ بیايي، د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴ نېټه ولسمشریزو ټاکنو ته هم چمتوالی کوي.

په پام کې ده چې د ترکیې اپوزېسیون مشران به هم سېلاو ځپلو سیمو ته سفر وکړي او د ځايي اوسېدونکو لپاره به د لومړنیو اړتیا وړ توکو د مرستو غوښتنه وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button