ترکيې پر سوريې هوايي بريدونه پيل کړي

پنجره ورځپاڼه: د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې په استانبول ښار کې د تېرې اونۍ له بمي چاؤدنو وروسته د دغه هېواد پوځ د سوریې پر شمال ستر هوايي بريدونه کړي، چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ترکي رسنۍ وايي، چې دا هوايي بريدونه د کردي ملېشو پر پټنځايونو شوي، چې له کبله یې لسګونو تنه وژل شوي دي.

سرچينو د ترکيې پوځ له قوله ويلي، چې د استانبول په استقلال واټ کې د تېرې اونۍ بريد په سوریه کې پلان شوی و، چې دوی يې د عواملو د ځپلو په موخه تېره ورځ د زمري پنجې په نوم عمليات پيل کړل.

په بريټانيا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې بيا ويلي، چې ترکیې تېره شپه د سوریې په شمالي سيمو کې د هوايي بريدونو له امله ۳۱ تنه وژل شوي دي.

بلخوا د کردستان د نيمه خپلواکې سيمي مشرانو بيا ويلي، چې د سوریې په هوايي بريدونو کې ۲۹ تنه وژل شوي چې ۱۱ یې ملکي وګړي، ۱۵ يې د سوریې د پوځ اړوند کسان، دوه یې د يوې سيلو ساتونکي او يو کرد وسله وال دی.

د يادونې ده، چې کردانو تر ډېر پخوا مبارزه پيل کړې، چې خپله خاوره د يو مستقل هېواد په توګه اعلان کړي، خو لا په دې نه دي بريالي شوي او د ترکیې په شمول ايران او ځیني نور هېوادونه يې د خپلواکۍ کلک مخالفت کوي.

Back to top button