ترکیې او روسیې د غلو د صادراتو تړون لاسليک کړ

ترکیه په دې بریالۍ شوه چې د جګړې ښکېلې خواوې، روسیه او اوکراین سره یو ځای د غلو د صادراتو تړون لاسلیک کړي.

سرچینې وایي، چې دغه تړون د لاسليک پرمهال چې د عثماني خلافت په تاریخي ماڼۍ کې لاسلیک شو، د ترکېې ولسمشر ښاغلي رجب طيب اردوغان او دملګرو ملتونو منشي ګډون درلوده.

د یاد تړون له مخې به روسیه اوکراین ته اجازه ورکوي چې د تور سمندر له لارې نورو هېوادو نو ته د غلو صادرات وکړي.

 

Back to top button