ترکیې او متحده عربي اماراتو کابل کې خپل فعالیتونه ځنډولي

پنجره ورځپاڼه: ترکیې او متحده عربي اماراتو د امنیتي ستونزو او ګواښونو له امله په کابل کې خپل دیپلوماتیک فعالیتونه ځنډولي یا کم کړي دي، خو تر دغو دوو هېوادونو وړاندې سعودي عربستان بيا خپل ټول ۱۹ ديپلوماتان وويستل او کابل کې يې خپل فعالیت درولی دی.

يو شمېر معتبرو سرچینو منلې، چې د ترکیې سفارت هوډ لري چې په کابل کې خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه د بیلابیلو امنیتي اندیښنو له امله کم کړي.

همداراز متحده عربي اماراتو هم غوښتي چې د سفارت له تړلو مخکې خپل ډیپلوماتیک ماموریت یوه کوچني دفتر ته انتقال کړي، خو د ترکیې او متحده عربي اماراتو حکومتونو بيا په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان د روانې اونۍ په پیل کې له افغانستانه خپل ټول دیپلوماتان وایستل او اوس د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت دي.

که څه هم د سعودي حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو رويټرز خبري اژانس د دوو ډيپلوماتيکو سرچينو په حواله ويلي، چې د سعودي ډيپلوماتان د امنيتي ګواښونو له امله د هوا له لارې له افغانستانه وتلي دي.

بلخوا طالبانو بيا له افغانستانه د سعودي دیپلوماتانو وتل تایید کړي، خو د «امنیتي ګواښونو» د لامل په اړه یې راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو عمومي ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د سعودي د سفارت کارکوونکي په موقت ډول د روزنې لپاره له افغانستانه وتلي او بېرته به هېواد ته راستانه شي.

ظاهر څراغ

Back to top button