ترکیه او سوريه د زلزلې له امله مړو شمېر له ۲۱ زرو کسانو واوښت

پنجره ورځپاڼه: ترکیه او سوریه کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۲۱ زرو واوښت او امکان لري، چې د تلفاتو شمېره له دې هم پورته شي، ځکه لا هم زرګونه تنه د پرځېدلو ودانیو لاندې بند دي.

بلخوا رسنۍ راپورونه ورکوي، چې د سوريې په ځينو سيمو د مخالفو وسله‌والو ډلو د فعاليت له امله د ژغورنې عملیات، له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

خو ويل کېږي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړۍ جوپه سوریه کې د مخالفو وسله‌والو تر واک لاندې سیمو ته هم رسېدلې ده او د‌ ودانيو لاندې بندو کسانو د ايستلو عمليات يې پيل کړی.

ظاهر څراغ

Back to top button