پاکستان کې ترافیکي پېښې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

په پاکستان کې یوې ترافیکي پېښې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستانۍ سرچینې وایي، چې دغه هېواد په لاهورپېنډۍ د مسافرو یو بس د زیات سرعت او باران له امله سیند ته لوېدلی، چې له امله ۱۹ مسافر وژل شوي دي، خو سرچینې د ټپیانو کره شمېر نه دی ښودلی.

د پاکستان لوړپوړو حکومتي چارواکو تر دې مهاله د یادې پېښې په ټړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button