جوزجان کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

د جوزجان- بلخ پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوى او دوه نور ټپيان دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د جوزجان د عامې روغتيا رياست د رسنيو مسوول حميدالله درزابي وايي، د جوزجان-بلخ پر لويه لاره د “حدبخشي” په سيمه کې د کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله يو تن مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.

د جوزجان د عامې روغتيا رياست د رسنيو د مسوول په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه کسان د حاجيانو د هرکلي په موخه له فارياب څخه بلخ ته روان وو.

درزابي زیاتوي، چې د دغې پېښې ټپيان او مړ شوی کس د دغه ولایت ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

Back to top button