غزني کې ترافیکي پېښې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

په غزني ولایت کې یوې ترافیکي پېښې د طالبانو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د غزني د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر مسوولین وايي، چې د دغه ولایت مرکز اړوند د «کوتل روضې» په سیمه کې د طالبانو یو رینجر موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

هغوی زیاتوي، چې د دې پېښه کې د دوه طالبان مړه شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د غزني چارواکي دغه راز زیاتوي، چې د یادې پېښې ټپیان د غزني مرکز ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Back to top button