فاریاب کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

په فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په فاریاب کې سرچینې وايي،چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه پېښه نن سهار د ميمنې- اندخوى پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
عیني شاهدان وایي، چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د فاریاب د دولت اباد او قرمقل ولسوالیو ترمنځ یو سراچه ډوله موټر له سړکه واوښت.

د عيني شاهدانو په وينا، په دې ترافيکي پېښه کې د موټر چلوونکى وژل شوى او د يوې ښځې په ګډون ٩ تنه ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د درملنې په موخه د اندخوی او جوزجان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم پر همدې لاره یو لکسل ډوله موټر له سړکه اوښتی و، چې له امله یې د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه ټپیان شوي وو.

Back to top button