دایکنډي کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

په دایکنډي کې ترافیکي پېښې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت دايکنډي امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د ميرامور ولسوالۍ په نرخسي کلي کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله يو کس مړ او نهه نور ټپيان شوي دي.

د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيف الله شاکر رسنیو ته ویلي، چې یاد موټر له غزني ولايت څخه د راستنېدو په حال کې وو، چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د سړک غاړې ته چپه شوی دی.

Back to top button