باميانو کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

په بامیانو کې یوې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې ده.

په بامیانو کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت مرکز اړوند د بند امير ملي پارک ته پر لاره دوه کرولا ډوله موټر د بې احتیاطۍ له امله سره ټکر شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو تر دې مهاله د مرګ ژوبلې کره معلومات نه دي خپاره شوي.

خو د طالبانو د سرپرست حکومت د باميانو د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي.

Back to top button