ټرافيکي پېښې تخار کې ۲۲ کان کيندونکي ووژل

پنجره ورځپاڼه: د تخار ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې، د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۲۲ کان کیندونکي مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه نن سهار، د تخار ولايت د چاه آب ولسوالۍ په انجير کلي کې هغه مهال رامنځته شوې، چې کان‌کېندونکي په يوه پیکپ ډوله موټر کې د پستې په نوم د سرو زرو کان ته روان وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه موټر کې ۲۵ تنه کان کیندونکي سپاره وو او د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې‌پروایي، د دې لامل شوې، چې دا ياده رامنځته شي.

په ورته وخت سرچينې زياتوي، چې د پېښې ټپیان د تخار مرکزي روغتون ته وړل شوي؛ خو د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى. په تخارر کې طالبانو چارواکو بيا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې د تخار ولایتر ولایت چاه‌اب ولسوالۍ کې د سرو زرو ستر کانونه شته دي، چې کې هره ورځ لسګونه تنه کار کوي.

ظاهر څراغ

Back to top button