زابل کې ټرافیکي پیښه شوې

د کابل کندهار پر لویه لاره يوې ټرافيکي پېښې شپږو کسانوته مرګ ژوبله اړولې.

د زابل ولایتي مسؤلین وايي، چې د کابل کندهار پر لویه لاره د‌ نورک سیمه کې د فلډر او ټيلر موټر د ټکر له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب سرپرست حکومت د زابل امنيتي مسؤلين وایي، دې پېښه کې پنځه کسه وژل شوي او  يو کس ژوبل شوی دی.

بلخوا د زابل د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې د پيښې له ځایه روغتون ته د پنځه کسانو مړي ور وړل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل کندهار پر لویه لاره باندې ټرافیکي پېښې نه رامنځته کيږي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته وژونکې پيښې رامنځته شوې دي.

Back to top button