زابل کې ټرافیکي پېښه رامنځته شوې

زابل ولايت کې د ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل ولایتي چارواکي وايي، چې نن سهار د کابل کندهار پر لویه لاره د کلات هزارتک سيمه کې د يوې کرولا او بار وړونکي موټر د ټکر له امله څلور کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

د زابل د ولایتي روغتون سرطبيب نذیراحمد حريفال په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې دوی سيمې ته روغتيايي ټيم استولی او رامنځته شوې مرګ ژوبله تاييدوي.

د يادونې ده، چې د کابل-کندهار پر لویه لاره ډير ځله د لارې خرابوالي او موټر چلوونکو د بې پروايي له امله خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

Back to top button