د تورخم دروازه د ترانزيت او مسافرو پر مخ خلاصه شوه

پنجره ورځپاڼه: د تورخم دروازه، چې څو له ورځو راهیسي تړل شوې وه، پرون ورځ سهار نهه بجې د ټولو مسافرو او موټرو پر مخ بېرته پرانيستل شوه.

په تېرو څلورو ورځو کې چې ياده دروازه تړلې وه، دواړه لورو ته په زرګونو مسافر او موټر بند پاتې وو، چې وروسته له هغې بېرته پرانيستل شوه.

د تورخم دروازه د طالبانو له لوري د ټولو مسافرو او ترانزيت موټرو پر مخ د طالبانو له لوري تړل شوې وه. دوی پاکستان په خپلو ژمنو کې پاتې بللی و، چې په غبرګون کې يې د تورخم دروازه وتړله؛ خو وړمه ورځ کابل ته د پاکستان د ملي دفاع وزارت طالبانو سره د خبرو په موخه د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تر سفر وروسته د دغه دروازه د ټولو مسافرو او ترانزيت پر مخ پرانیستل شوه.

ظاهر څراغ

Back to top button