پاکستان کې د چورلکې لوېدو پوځیان وژلي

په پاکستان کې د یوې پوځې چورلکې د لوېدو له امله لوړپوړي پوځي چارواکي وژل شوي دي.

د پاکستاني سرچینو د معلوماتو له مخې، د پاکستان د پوځ لوړ پوړی قوماندان او د بلوچستان کور کمانډر جنرال سرفراز علي له کویټې څخه کراچۍ ته په لاره کې د چورلکې د لوېدو له امله له شپږو نورو لوړپوړو چارواکو سره وژل یوی دی.

له یادې پېښې وړاندې داسي خبرونه خپاره شوي وو، چي د پاکستاني پوځ پوځ چورلکه له پنځو ساعتونو راهیسې نادرکه شوې ده.

وژل شوي کور کمانډر څو ورځې مخکې د سپين بولدک له ولسوالۍ څخه هم لیدنه کړې وه.

Back to top button