ټام ويسټ: له پوهنتونونو د نجونو راګرځول نه جبرانېدونکې پرېکړه ده

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د طالبانو له لوري پر نجونو د لوړو زده کړو د بندېز په هکله ويلي، چې د افغانستان اوسنيو حاکمانو  دا یوه نه جبرانېدونکې پرېکړه ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ټول هېواد کې د يوه مکتوب په خپرولو سره د نجونو لوړې زده‌کړې تر امر ثاني پورې ځنډولې دي.

له دې سره د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپله شخصي ټویټر پاڼه لیکلي، له لوړو زده کړو د نجونو د مخنیوي د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې په مخالفت کې ، ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده.

هغه زیاته کړې، افغان ځوانان له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، هغه که د استادانو استعفاوې، لاریونونه او یا نورو مخالفتونو په شکل کې دي.

د طالبانو حاکمې ډلې دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامي سازمانونو په ګډون ګڼ شمېر نړۍوالو ادارو او لسګونو هېوادونو په کلکه غندلې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير بيا د نجونو لوړو زده کړو د مخنيوي لامل په پوهنتونونو کې د دوی لخوا له وضع شويو اصولو منکرات په ګوته کړي.

Back to top button